
کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې په ۱۵ کډوال مېشتو پنډغالو کې د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د کوچنيو پراختيايي پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس مولوي يارمحمد شبير وويل، چې يادې پروژې د AHF موسسې په مالي ملاتړ د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې به سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
لمر