امنیت

دکورنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
دکورنيو چارو وزارت اعلاميه
دافغانستان داسلامي  جمهوريت د کورنيو چارو وزارت په هېواد کې  دعربي متحده اماراتو ديو تبعه دنيول کيدو خبر رد کړ.
دروان کال  دليندۍ دمياشتې   په نوولسمه نيټه  په يوه کورنۍ  رسنۍ کې   يو  خبر  خپور شو  چې  په هغه کې  په سرپل ولايت کې  دعربي متحده اماراتو ديوه  تبعه دنيول کيدو  خبره شوې وه .
دکورنيو  چارو وزارت   ددغه خبر له خپريدو وروسته  يو لړ څيړنې ترسره کړې  چې په نتيجه کې يې معلومه شوه د طالبانو دډلې  ديوه غړي نيول   کيدل  چې دطالبانو داسلامي امارت مهر يې له ځان سره درلود ، په تير وتنې سره  دعربي  متحده اماراتو ديوه تبعه نيول کيدل لوستل شوى دى.
دهغو څيړنو له مخې   چې دکورنيو  چارو وزارت ترسره کړې دعربي متحده  اماراتو  هيڅ  يو تبعه  په افغانستان کې نه دى نيول شوى  اوپه  افغانستان کې ددغه هېواد ديو تبعه دنيول کيدو په اړوند خپور شوى خبر دناوړه تفاهم   زيږنده دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته