ټولنه

په پکتيکاکې د ښوونکو ښارګوټى پرانستل شو

_ کابل  باختر دوري دمياشتې ٢٠ :
په پکتيکا ولايت کې د ښوونکو ښارګوټى د ښار جوړولو د وزير او د سيمه ييزو مقاماتوله خوا پرانستل شو.
ټاکل شوې ده په دې ښارګوټي کې ١٥٠٠ تنو ښوونکو ته د استوګنې نمرې وويشلې شي.
دغه ښارګوټى د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه ښارکې په٥٠٠ جريبه ځمکه کې    جوړ شوى دى.
د ښار جوړولو د چارو وزير سيد سعادت منصور نادري د پکتيکا د ښوونکو د ښارګوټي د پرانستلو په مراسموکې وويل: د دغه ښارګوټي په طرحه کې چې ددغه وزارت دانجنيرانو له خوا  جوړه شوې ده؛ د بريښنا، اوبو رسولو، کاناليزاسيون، سړکونه، روغتون، مارکيټونه، جومات او د ښوونځيو په ګډون د استوګنې ټولې آسانتياوې په پام کې نيول شوي دي.
ښاغلي نادري وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې د ښرنې ښار ته د ماسترپلان له مخې پراختيا ورکړي.
د پکتيکا والي امين الله شارق د دغه ولايت د پراختيا لپاره په وروستيو کلونوکې د دولت په نه پاملرنې انتقاد وکړ او د ښار جوړولو د چارو له وزيرڅخه يې وغوښتل  چې د دغه ولايت پرمختيا ته پاملرنه وکړي .
د پکتيکا والي وايي: د ښار پراختيا او په دغه ولايت کې د ښاري خدمتونو وړاندې کول د اقتصادي پرمختګ او د امنيت د ښه والي سبب کيږي.
په دغه ښارګوټي کې ښوونکو ته د استوګنې ١٥٠٠ نمرې په پام کې نيول شوې دي چې په وړيا ډول د دوى په واک کې ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته