خبرونهامنیت

په کابل کې د موټرو د پلېټونو د غلا په تور دوه تنه ونیول شول

کابل / د وري ۲۷ مه / باختر

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د اتمې حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه د موټرو د پلېټونو د غلا په تور نیول شوي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم د خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې منلې چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې به یې د موټرو پلېټونه غلا کول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښته کې درې تنه غله وژل شوي وو او له هغوی څخه یو غلا شوی موټر او نغدې پیسې هم ترلاسه شوې وې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته