امنیت

يوه ميرمن دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژله شوه .

کابل باختر دزمري نهمه :
وسله والو طالبانو په جوزجان ولايت کې يوه ځوانه ميرمن په ډزو سره ووژله .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل:  دغه ٢٢ کلنه ميرمن  دجوزجان ولايت ددرز اب ولسوالۍ دجينجک په سيمه کې له موټر څخه ښکته کړى شوه او وروسته ددې ددريو ماشومانوپه وړاندې په ډزو سره ووژل  شوه .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په زيات ګومان سره  دغه ميرمن له دولت سره دارتباطي  غړي په تور وژله شوې ده  خو  ددغې وژنې اصلي انګيزه لاتراوسه پورې  څرګنده نه ده .
ويل کيږي   چې ددغې ميرمنې مړى دسپين ږيرو  له خوا کورنۍ ته يې وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته