
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای، د پوهنتون استاد عمر دینسر او د دغه هېواد له ملي سوداګر عمر فاروق او “بنیاد آینده ترکیه” بنسټ له رئیس سره وکتل.
د اقتصاد وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستۍ، ژورو فرهنګي او مذهبي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د ترکیې “بنیاد آینده ترکیه” بنسټ رئیس په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه چې د یتیمانو د تمویل او پالنې په برخه کې فعالیت کوي؛ خبرې وکړې.
نوموړي د یتیمانو لپاره د همکارۍ صندوق د جوړولو په اړه معلومات او وړاندیز شوی پلان د اقتصاد وزارت له مشرتابه سره شریک کړ.
ورته مهال د اقتصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د یاد بنسټ د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ، د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه، چې د ستونزو په حل او د کاري بهیر د ښه والي په برخه کې به د دغه بنسټ له مسوولینو سره همکاري وکړي.
لمر