نړۍ

هند په پاکستان د دغه هېواد د دوو تنو اتباعو د تښتولو تور ولګاوه

نوي ډيلي  باختر دکب  اته ويشتمه :
  د هند د بهرنيو چارو وزير د شنبې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو سازمان په پاکستان کې د دغه هېواد د دوو تنو اتباعو د تښتولو تور ولګاوه .
د ايرنا دخبرله مخې:
سوشماسوراج د شنبې په ورځ په خپل ټويټرحساب کې وليکل: په اسلام آباد کې د هند سفارت تر اوسه پورې په پاکستان کې د دغه هېواد له دوو تنو هندي زيارت کوونکو په کوربه توب سره د اړيکې په ترسره کولو نه دى بريالى شوى.
د دغه مطلب په دوام زياته شوې ده: ليدل کيږي چې د پاکستان د اطلاعاتو سازمان دغو دوو تنو هندي زيارت کوونکو په اسلام آبادکې د هند له سفارت سره د نه خبرې کولو لپاره تر فشار لاندې نيولي دي.
د هند د بهرنيو چارو وزير د دغو خبرو په څرګندولو سره چې دغه انسان تښتونه په خاص هدف سره ترسره شوې؛ څرګنده کړه: دولت ددغو دوو تنو هندي اتباعو د ډير ژر راستنولو لپاره د پاکستان له لوړ رتبه دولتي مقاماتو سره خبرې اترې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته