سیاست

د جمهوري رياست لومړي مرستيال د ولايتي شوراګانوله رييسانوسره وکتل

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٤ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال تېره شپه د ولايتي شوراګانوله رييسانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد د جمهور رييس محمداشرف غني د لارښوونې له مخې او د تيرې غونډې په تعقيب تېره شپه د ولايتي شوراګانو استازو ته د څارنې د حق د ورکولو په باب  د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم او د هېواد د ولايتي شوراګانو ترمنځ دجمهوري رياست دلومړي مرستيال په استوګنځي کې يوه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ولايتي شوراګانو استازو ته د څارنې د حق په باب د حل د لارو  د لټونې په باب خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل  کې د ولايتي شوراګانوڅو تنو استازو په وار سره خبرې وکړې او د څارنې حق د لرلو په باب يې خپلې غوښتنې طرحه کړې او ټينګار يې وکړ چې  حکومت دې ډير ژر په دې باب جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او د ولايتي شوراګانو  د استازو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
دوى د هېواد په ٣٤ ولايتونوکې د ولايتي شوراګانو د استازو د څارنې د حق د لرلو په اړوند د جمهور رييس له خوا د تقنيني فرمان د صادرولو غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم د ښې حکومتوالۍ په لاره کې د ولايتي شوراګان رول مهم وباله او زياته يې کړه چې   حکومت د ولايتي شوراګانو د وکيلانو د څارنې د حق د لرلو په باب د حل د يوې معقولې لارې د لټولو په لټه کې دى .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال  زياته  کړه چې د ملي وحدت حکومت ډير ژر  دغه مسئله د هېواد د اساسي قانون له په پام کې نيولو سره حل او خلکو ته ډاډ ورکوي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د کتنې له برخه والو څخه وغوښتل چې خلک  يووالي او پيوستون ته را وبولي او د دښمنانو د هر راز دسيسو او توطيو پرخلاف دې مبارزه وکړي او هيڅکله دې تاوتريخوالي ته لاره آواره نه کړي.
ده ژمنه وکړه چې له جمهور رييس سره په سلامشوره کې به يوې مثبتې نتيجې ته  ورسيږي.
د استازو مجلس پخوا د خپل کاري په وروستۍ ورځ کې د ولايتي شوراګانو د څارنې رول حذف کړ او د ولايتي شوراګانو قانون يې تصويب کړ.
د دغه قانون له مخې، ولايتي شوراګانې به يوازې سيمه ييزو مقاماتو ته د سلامشورې د ورکولو رول ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته