امنیت

پنځه اويا کيلوګرامه نشه يي توکي په نيمروزکې کشف او ضبط شول

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
پنځه اويا کيلوګرامه نشه يي توکي نن سهار د نيمروز ولايت د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مديريت کارکوونکي محمد اسماعيل د باختر آژانس خبريال ته وويل : ٥٥کيلوګرامه اپين او ٢٠ کيلوګرامه چرس د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو له امله د کنګ ولسوالۍ د داروغي کلي ته څېرمه د استوګنې په يوه کورکې په يو کرولا موټرکې کشف او ضبط شول.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته