امنیت

دقندهار ولايت دامنيې قوماندان په کور وسله وال بريد .

کابل باختر د زمري پنځمه :
ځانمرګو يرغلګرو نن سهار دقندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې ددغه ولايت دامنيه قوماندان په کور په ډله ئيز بريد لاس پورې کړ .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى ضيا دراني د باختراژانس خبريال ته وويل دځانمرګو يرغلګرو هدف دقندهار ولايت دامنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق  کور و خو وروسته له امنيتي ځواکونوسره مخامخ شول .
  دى وايي ځانمرګو يرغلګرو چې اته تنه دي دقوماندان کورته څيرمه په يوه ښوونځي کې سنګرونه نيولي دي .
ويل کيږي چې همدا اوس دامنيتي ځواکونو او دځانمرګو يرغلګرو ترمنځ نښته روان ده او تراوسه پورې شپږ تنه ځانمرګي يرغلګر ځپل شوي دي.
دراني زياته کړه چې دقندهار ولايت دامنيه قوماندان په کور بريد شوى دى خوتراوسه پورې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته دسرداوښتي زيان په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي او داهم روښانه نه ده چې دبريد په وخت کې امنيه قوماندان په کور کې و او که څنګه ؟
  ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته