خبرونهاقتصاد

په کاپيسا کې د جلغوزو حاصلات ٨٥ ټنو ته ورسېد

٥٦- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د کاپيسا د کرنې او اوبو لګولو د رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د جلغوزو حاصلات ٨٥ متريک ټنو ته رسېدلى دى .
د کاپيسا د کرنې او اوبو لګولو رييس همايون حبيب باختراژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې جلغوزې په صنعتي ډول راټولېږي او سوداګر د دوى محصولات پېري.
هغه زياته کړه چې جلغوزې د نجراب ، اله ساي او د تګاب د ولسواليو له مهمو پيداواروڅخه دى چې هرکال يوه زياته اندازه جلغوزې له دغو ولسواليو څخه نورو ولايتونو او بهر ته صادرېږي چې د سيمې او په نړيوالو بازارونوکې ځانګړي مقام لري .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته