سیاستخبرونهاقتصادTOP

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر: افغانستان امن دى او د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ  په ودې سره د پانګونې ښه فرصت برابر شوى دى

 کابل، د زمري٨ مه، باختر

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په تاشکند کې له افغان سوداګرو سره په تاشکند کې وويل چې ډاډ ورکوم افغانستان امن دى او د مرکزي او جنوبي اسيا  ترمنځ د سوداګرۍ په ودې سره د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوی دی.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپانې په خپرولو سره ليکلي چې، د بهرنيو چارو او د ماليي وزارتونو سرپرستانو په تاشکند کې له يو شمېر ميشتو سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې  په افغانستان کې د سوداګرو د ستونزو او د پانګونې لپاره د نويو اسانتياو او فرصتونو د برابرولو په اړه  خبرې اترې وشوې او په دې مواردو کې  د افغان سوداګرو نظريي واورېدل شوې  د سوداګرۍ په برخه کې د نوي نظام  په راتګ سره  د رامنځته شويو اسانتياو او شفافيت په اړوند هر اړخيزې خبرې اترې وشوې.

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي په تاشکند کې ميشتو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ  او ويې ويل چې اوس افغانستان امن  دى او د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ په ودې سره د پانګونې لپاره ښه فرصت رامنځته شوى دى.

په دې کتنه کې د ماليي سرپرست وزیر  مولوي هدايت الله بدري د ماليي وزارت په اړوندو برخو کې د شفافيت او رامنځته شويو اسانتياوو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

دغه راز افغان سوداګرو وويل، چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره د فساد جرړې و ايستل شوې او د کسب او کار يو خوندي چاپيريال رامنځته شوى دى.

هغوی امنيت ته په اشارې سره وويل هيله لرو په لنډ ممکن وخت کې پانګه والو ته پاملرنه وشي او نړيوال پانګه وال هم په افغانستان کې پانګونې سره علاقمندي لري.

د دې کتنې په پاى کې د بهرنيو چارو او د ماليي وزارتونو سرپرستانو  افغان سوداګرو ته د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوى يي د افغانستان د بيارغاوني مهم لوبغاړي وبلل چې بايد  د هېواد په بيا رغاونه کې خپله ونډه  ترسره کړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا