سیاست

د تروريزم پرخلاف په ګډې مبارزې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ټينګار

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
د ملي دفاع وزارت سرپرست چې د چين دولتي جمهوريت د ستراتيژيکي مطالعاتو د انستيتوت په غونډه کې د ګډون په مقصد په دغه هيوادکې دى؛ د افغانستان او د چين د ولسي جمهوريت د دفاع د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک د چين د لوى درستيز له مرستيال سره لاسليک کړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
محمد معصوم ستانکزي دوه ورځې مخکې د چين د ولسي جمهوريت د ستراتيژيکي څيړنو د انستيتوت په غونډه کې د ګډون په مقصد دغه هيوادته تللى دى. د دغه سفر په بهيرکې د (نورين کو) د وسلو د توليد نندارتون وکوت او د همدې ورځې په ماښام د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزارت له مرستيال سره وکتل او د سيمه ييزو او امنيتي مسئلو په باب يې خبرې وکړې.
دغه راز معصوم ستانکزي د چين په ولسي جمهوريت کې د استوګنې په وخت کې د افغانستان او چين د دفاع د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک د دغه هيواد د لوى درستيز له مرستيال سره لاسليک کړ او د چين د ولسي جمهوريت د ستراتيژيکي څيړنو د انستيتوت په ستره غونډه کې د وينا په ترڅ کې يې د افغانستان حالات او د سولې د تامينولو او د تروريستانو او ډار اچوونکو د راتګ د مخنيوي په لاره کې يې د هيواد د دفاعي ځواکونو اقدامات بيان کړل او د بهرنيو تروريستانو په وړاندې د هيواد د دفاعي ځواکونو د ميړانې يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې تروريستان له کوم ځاى څخه اکماليږي او څرنګه افغانستان ته استول کيږي؟
دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وويل او څرګنده يې کړه چې افغانان له نړيوالو تروريستانو سره په جګړه کې دى، نه يواځې د خپل هيواد د ګټو دفاع کوي؛ بلکې په نړيواله کچه دانساني ګټو په دفاع کې دى.
ستانکزي برخه والو ته وويل: تروريزم د بشريت ګډ دښمن دى؛ د دې اړتيا ده چې ټول يوځاى د تروريزم د ځپلو خاطر په يوه واحده ليکه کې مبارزه او مقابله وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته