ټولنه

روزنيز سيمينارجوړ شو .

کابل باختر دوږې  اوومه :
دکورنيو چارو وزارت  داهيرمزادارې منسوبينو ته نن دکابل دملي پوليسو په روزنيز مرکز کې يو روزنيز سيمينار جوړشو .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  دکورنيو چارو وزارت  دپيژنتون دادارې  مرستيال  عبدالمبين  طوطاخيل  داهيرمز دبهير داهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل  دکاغذي سندونو او سوانحو کمپيوتري کول دکارکوونکو دمعاشونو ، ترفيعګانو،تقاعد او په ټوليزه توګه  دټولو اداري چارو په اجرا کولو کې  دشفافيت  درامنځته کيدو سبب کيږي .
  ده په دې اداره کې  دکاري ظرفيت  لوړولو ته  په اشارې سره زياته کړه  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دمنسوبينو معاشونه  ددغه بهير له لارې  اجرا شي .
دغه راز دپيژنتون دلوى رياست  د اهيرمز دبهير مسوول  بشير احمد خروش دسوانحو دثبتي شميرنو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل  دغه بهير تراوسه پورې  دملي پوليسو  دمنسوبينو څه دپاسه  يوسلو دوه شپيته زره  ټوکه سوانح  دکمپيوتر  په ديتابس کې  ثبت کړي دي او دغه راز  دپوليسو  ديوسلو اته ديرشو زرو تنو منسوبينو  بستونه  ددغه بهير له لارې  ټاکل شوي دي .
ده زياته کړه  چې دملي پوليسو  دسوانحو او سندونو دکمپيوتري کولو بهير په بيړه دوام لري او دغه بهير به  په ډير لنډ ممکن وخت کې  بشپړ شي .
دغه راز  سمونوال عبدالقادر نيازي  دکورنيو چارو وزارت دمنسوبينو  دسندونو  دکمپيوتري کولو داهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې دغه بهير  دمعاشونو دويش دبهير په شفايت  او ګړندي کولو کې  مهم رول لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته