کابل ، د غوايي ۷ مه ، باختر
د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ټولګټو چارو ریاست له بودجې پر شل کیلو مټره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې.
د سیوري ولسوال ملا عبدالغفار نظیف وايي چې پر یاد سړک د جغل اچولو چارې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وې او نن بشپړې شوې.
د سیمې خلک د سړک پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې مخکې به یې له ساعتو- ساعتو مزل وروسته خپل ناروغان روغتیايي مرکزونو ته رسول؛ خو د دغه سړک په جوړېدو سره اوس کولای شي چې د ساعتو مزل په دقیقو کې طی کړي.
ن/ر