سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شيرمحمد عباس ستانکزى د ازبکستان د جمهور رييس له استازي سره وکتل

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د بهرنيوچارو وزارت سياسي معين الحاج شيرمحمد عباس ستانکزى د ازبکستان د جمهور رييس له ځانګړى استازي عصمت ايرګاشوف سره وکتل.
د بهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ سياسي معين د بشردوستانه مرستو ، د برېښنا د لېږدونې ، تخنيکي او په نورو برخوکې د مرستوپه خاطر د ازبکستان له جمهوريت څخه مننه وکړه .
ايرګاشوف د افغانستان د نوې حکومت د لاسته راوړنوهرکلى وکړ او زياته يې کړه هېواد به يې په ټولو نړيوالوغوڼدو کې د افغانستان دغوښتنوملاتړوکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د پراخو تجارتي، ترانزيتي، برېښنا، د اوسپنۍ پټلۍ او په نورو برخوکې پرنږدې همکاريو ټينګاروکړ.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا