سیاست

جمهوررييس غني د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ له مرستیال سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل /دلړم ٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ له مرستیال ډګر جنرال سلواتور کمپورېل ته "د ‌ډېر ښه پوځي خدمت" دولتي مډال ورکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې پرون مازیګر په ارګ کې پرځاى شول، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم حضور درلود، په پیل کې د جمهورريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهورريیس فرمان ولوست.
جمهورريیس غني د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ډګر جنرال سلواتور کمپورېل هڅې او خدمتونه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نوموړي همکارۍ وستایلې.
د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ مرستیال ډګر جنرال سلواتور کمپورېل چې په افغانستان کې يې ماموریت پای ته رسېدلی، د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې د پیاوړتیا او اصلاحاتو په خاطر د جمهورريیس د پاملرنې قدرداني وکړه او په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته