-کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹مه
په فراه ولايت کې پرون دوه تنه په وسله والې غلا کې د لاس لرلوپه اړوند ونيول شول.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان هغه وخت ونيول شول چې د فراه ښار په درېيمه ناحيه کې يې د يوه موټر د غلا هوډ درلود .
ده وويل چې دوى په لومړنيو تحقيقاتوکې پر څو نورو وسله والو غلاوو هم اعتراف کړى دى .
له دې مخکې د غلو يو ستر پټنځای کشف شوی و چې له هغه څخه څو غلا شوي موټرونه او نور وسايل تر لاسه شول .
ختم_ شکريه _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ