سیاست

په کا بل کې د ايټاليا سفير د هرات له امنيتي مقا ما تو سره وکتل

کابلباختر د چنګاښ ١٤ مــــــه

دظفرقول اردو قوماندان په کابل کې دايټاليا له سفير سره په کتنه کې په دې حوزه کې دسو لې اوثبات په ټينګښت او تا مينولوکې دايټاليا دپوځيانو رول وستايه او له دغه هيواد څخه يي وغو ښتل چې دافغان ځوا کونو دروزنې او سمبالولو په لاره کې زيا تي هلې ځلې و کړي

دظفر قول اردو قوما ندان تورنجنرال تاج محمد جاهد دافغانستان په لويديځه حوزه کې دافغان امنيتي ځوا کونو اود ايساف دپوځيانو ترمنځ دهمغږي شتون ته په اشاري سره دملي اردو دټولګيو دروزنې اوسمبالولو په لاره کې دايټاليا ددولت د همکاريو غوښتنه و کړه

ددغې غونډې په بهيرکې دواړولورو د هيواد په لويديځه حوزه کې د ايساف اود ملې اردو ترمنځ دګډو همکاريو دڅرنګوالۍ او له دغې حوزې څخه دبد امنې دعواملو دجرړو د ايستلو په خاطر دعمليا تي پلا نونو د جوړولو په باب خبري وکړې

دايټاليا سفير هم له ٢٠١٤ کال وروسته په امنيتي بر خو اودبيا جوړونې په لاره کې دتيرولسوکلو نو له برياليتوبونو سره د نړيوالې ټولنې دهمکاري او ملا تړ ددوام ډاډ ور کړ

ايټاليا سربيره پردي چې په هرات ولايت کى دبيا رغا ونې دټيم مسئوليت په غاړه لري خپل څه دپاسه څلور زره تنه پوځيان يي دافغا نستان په لويديځه حوزه کې ديره کړي دي چې دايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي

د ا په داسي حال کې ده چې دايټاليا دولت په کال کې په مليونونوامريکايي ډالره د هرات ولايت دپراختيا په برخو کې لګوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته