امنیت

لسګونه بنديان د قندهار له جېل څخه ازاد شول

-کابل / دوري ١٢مه / باختر :
لسګونه بنديان د هېواد د جمهور  رييس په لارښوونه  د قندهار له جېل څخه ازاد شول.
د دغو بنديانو خلاصون په هېواد کې د کرونا ويروس  د خپريدو د مخنيوي په لاره کې  د حکومت  له تصميم وروسته نيول شوى دى.
د قندهار د والي مرستيال  عبدالحنان منيب باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې  ٥٢ بنديان له بند څخه ازاد شول.
هغه وويل  ټاکل شوې ده  په ټوليزه توګه  يوسلو اته بنديان  له بند څخه ازاد شي.
د قندهار د والي مرستيال  د دغو بنديانو د خوشې کولو  په مراسمو کې  له هغوى وغوښتل  چې له دې وروسته  له جرم څخه لاس واخلي  او د ټولنې  فعال غړي شي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته