ټولنه

د ایبکو ښار په جوماتونو کې د کرونا ویروس پرضد د درملو شیندل پیل شول

کابل وري ٩ مه باختر د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د سمنګانو د مرکز ایبکوښارپه جوماتونوکې د درملو شیندل پیل شول. د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال ویس احمد سهیل د خبرله مخې؛ د دغه ویروس پرضد د درملو شيندل د عامې روغتیا ، د حج او اوقافو او د دغه ولایت د عالمانود شورا د استازو په شتون د الشفا کلینک مسولانو د دغه ښار په جامع جوماتونوکې پیل کړل. د ایبکو ښار الشفا کلینیک مسوول ډاکټرکریم الله نایب زاده وايي چې دوی دغه درمل شیندنه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د سمنګانو د عامې روغتیا او د حج او اوقافوریاست په همغږۍ پیل کړه او ټاکل شوې ده په دې پروګرام کې د دغه ولایت د مرکزټولو جوماتونوکې درمل و شیندل شي او دغه راز دوی ۵۰۰ روغتیايي بستې چې پکې د ویروس پرضد توکي، د ستکشې ، ماسک او خولۍ شته پر یوشمېرسپين ږیرو ووېشي . د سمنګانو د حج او اوقافورییس مولوي صفي الله سراجي وویل چې د کرونا پرضد مبارزه یو شرعي او دیني امردی چې باید هرمسلمان د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي او د هغه د خپرېدومخه ونیسي. هغه له مرسته کوونکو بنسټونو څخه وغوښتل چې د کرونا له ویروس سره د مبارزې په برخه کې له اړوکورنیوسره مرسته وکړي. په همدې حال کې د سمنګانو د عامې روغتیا رییس عبدالخلیل مصدق د دغه ولایت له ټولواوسېدونکو څخه غواړي چې پرته له اړتيا له خپلو کورونو څخه ونه وځي. هغه زیاته کړه چې په سمنګانوکې د کرونا ویروس څلورمثبتې پيښې ثبتې شوې او دوی يې د درملنې لپاره یو پنځوس بستريز روغتون جوړ کړى دى. ختمع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته