امنیت

يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

کابل/ د غبرګولي ٢٥ مه / باختر
د کابل امنيې قوماندانۍ يوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاده کړه               او د دغې پېښې په اړوند يې دوه کسان نيولي دي.
باختر آژانس د کابل امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ؛ تېره شپه د کابل امنيې قوماندانۍ منسوبانو په هغو عملياتو کې چې د کابل ښار په ١٧مه ناحيه کې ترسره کړل؛ يوه ١٢کلنه نجلۍ يې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاده کړه او د پېښې په اړوند يې دوه کسان نيولي دي.
ناپېژاندو وسله والو کسانو څو ورځې وړاندې دغه نجلۍ د څلورمې ناحيې له مربوطاتو څخه وتښتوله. 
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته