امنیت

٥٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دتلي  څوارلسمه :
ملي  ، دفاعي او امنيتي ځواکونو په يولړ  چانيزو عملياتو کې  ٥٧ تنه ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په تيرو  ٢٤ ساعو کې دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  ١٧ پلان شوي چانيز عمليات دهېواد په بېلابېلو  سيمو کې ترسره کړل چې له امله يې   ٥٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٨ تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات دکونړ ،  هلمند ، بغلان ، قندهار ، ننګرهار ، هرات ، غزني ، بدخشان ، روزګان ، نيمروز ، پکتيا ، فارياب ،  خوست ، سرپل اود لوګر  په ولايتونو کې ترسره شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته