ټولنه

په پنجشير کې د روږدوکسانو وړيا درملنه .

بازارک  – باختر د ثور دمياشتې ١٥
په پنجشير کې د روږدو کسانو درملنه په وړيا توګه کيږي .
په پنجشير لايت کې د اوږدوکسانو دشل بستريز روغتون په جوړلوو سره له دوو مياشتو راپه دې خوا په دغه ولايت کې نږدې د ديرشو تنو روږدوکسانو درملنه شوې ده .
ددغه روغتون چارواکي سره له دې چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو شمير دانديښنې وړ بولي ، په عين حال کې وايي ، اوس له دوى سره لس تنه بستر دي .
دپنجشير ولايت دشل بستريز روغتون مسوول ډاکتر حامد احمدي وويل : په پنجشير ولايت کې د روږدوکسانو شمير زيات دى ، خو روغتون ته مراجعه نه کوي .
احمدي زياته کړه : اوس دروږدوکسانو د درملنې لپاره ښه امکانات شته چې کيداې شي د روږدوکسانو درملنه وکړي .
د روږدوکسانو د روغتون چارواکي وايي چې د روږدوکسانو درملنه د روغتيا په منل شويو معيارونو سره په دوو پړاونو کې کيږي خو دورزشي ، تفريحي او تعليمي امکاناتو نشتوالى ددغه روغتون سختې ستونزې بللې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته