امنیت

د پوليسو د خاصو قطعاتو يو شمېر منسوبين وستايل شول

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
دپوليسودخاصو قطعاتو دلوى رياست يو شمېر منسوبين چې د ډار اچوونکو په له منځه وړلو او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په لاره کې يې وړتيا ښودلې وه؛ د اروپا اتحاديې د سفارت له خوا وستايل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په هغوځانګړو مراسموکې چې په همدې مقصد د اروپا اتحاديې په سفارت کې پرځاى شوي و؛ دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي ټينګار وکړ؛ په انتخاباتوکې دخلکو دپراخ ګډون دمخنيوي او يا د دغه بهير د ګډوډولو لپاره د تروريستانو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو هلې ځلې به کوم ځاى ته ونه رسيږي او زړور امنيتي ځواکونه په تېره بيا دکورنيو چارو وزارت دخاصو قطعاتو ځواکونه دخپلو سرونو په قرباني کولو سره چمتو دي چې د پخوا په شان هر راز ډاراچوونکي فعاليتونه شنډکړي اوپه انتخاباتوکې دخلکو دګډون زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې د اروپا د اتحاديې سفير د انتخاباتو بهير د امنيت د تامينولو په لاره کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تياريو له امله دخوښۍ په څرګندولو سره وويل چې افغان امنيتي ځواکونه په تېره بيا دملي پوليسو ځواکونه او د کورنيو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه په وروستيو دوو مياشتوکې دانتخاباتي مبارزو د سلګونوغونډو د امنيت تامينولو او په خپل وخت د تروريستي ډلو د تروريستي بريدونو د شنډولو او په لنډ وخت کې د هغوى ځپل چې د ملکي وګړي د تلفاتو د مخنيوي سبب شوي دي؛ د ستاينې وړ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته