اعلامیهخبرونهTOP

د بهرنيو چارو وزارت: پر جوماتونو، علمي مرکزونو او عامه سيمو وروستي بريدونه د شريرو کړيو له خوا ترسره شوي دي

 کابل، د تلې١٠ مه، باختر

د بهرنيو چارو وزارت  د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وروستي بريدونه چې د شريرو کړيو له خوا پر جوماتونو، علمي مرکزونو او عامه ځايونو ترسره شوي، د افغان ولس د دښمنانو له خوا یوه دسیسه بولي او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د کابل ښار په ١٣مه ناحيه کې د کاج پر روزنيز مرکز د وروستي بريد په اړه د يوې اعلاميه په خپرولو سره ليکلي دي.

اسلامي امارت په هېڅ ډول د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه لري او ځان د ټولو افغانانو د ژوند د ساتنې مسوول بولي. له نیکه مرغه افغانستان د ډېرو پېچلیو دسیسو سره سره په سیمه کې مثالي مذهبي او ملي وفاق لري.

زموږ عالماء او ولس د فرقه يي بېلتون اچوونکو کړیو د ناکامو هڅو په اړه ویښ دي او هېڅ جهت ته به اجازه ورنه کړي چې ترمنځ یې مذهبي، قومي، ژبني او سمتي تفرقې او تعصبونه ایجاد کړي.

په داسې حال کې چې له ټولو هېواد والو سره ژمنه کوو چي د وروستيو بريدونو د عاملينو د موندلو او د قانون منګولو ته د هغوى سپارلو په لاره کې به زياتې هلې ځلې وکړو،  ټولو بهرنيو لورو ته لارښونه کوو چې د غمشريکۍ له څرګندولو پرته د افغانستان په کورنيو مسئلو کې له غيرمسوولانه څرګندونو څخه په کلکه ډډه وکړي. هرڅوک چې په افغانستان کې ملي نفاق ته  لمنه وهي زموږ له يو موټي ملت سره جفا او له اخلاقي پولې څخه تېری کوي او د خپلو نامشروع ګټو لپاره ناکامه هلې ځلي کوي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا