نړۍ

دملګروملتو سازمان دبيزو نړيواله ورځ اعلام کړه

٢٤ -نيويارک بي بي سي دچنګاښ دمياشتې ١٠ :
دملګروملتو سازمان دحوت يا کب دمياشتې ديرشمه  نيټه دبيزو نړيواله ورځ اعلام کړه چې دنوروز له نړيوالې ورځې سره به سمون ولري.
دملګروملتو دسازمان  ديوپريکړه ليک په تصويبولوسره دغه ورځ يي دخپلو نړيوالو ورځو په اوږدلست کې ورزياته کړې ده .
دنورو نړيوالو ورځو ترڅنګ  کولي شو دمهاجرو الوتونکو نړيواله ورځ وبولو.
دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې په پريکړه ليک کي چې درايو په اتفاق تصويب شو بيزو دانسانانو دبنسټيز هدف په توګه بلل شوې ده.
په دغه پريکړه ليک کې له غړو هيوادونو څخه غوښتنه شوې ده  چې دغه ورځ په روزنيزو اوفرهنګي پروګرامونو سره ونمانځي .
دبوتان شاهي دولت چې په هيواد کي يي دبيزو داندازي دسنجولو لپاره پروګرامونه لري دملګروملتو سازمان ته ددغي ورځي دټاکنې وړانديزکړى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته