سیاستخبرونهTOPنړۍ

د بهرنيو چارو وزارت په اندونيزيا کې د زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

کابل، د تلې لومړۍ، باختر
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لويديځ جاوا ولايت کې د پرونۍ زلزلې له کبله چې د ګڼ شمېر ځاني او مالي زیانونو د اوښتو سبب شوه، ژوره خواښيني څرګنده کړه.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اسلامي امارت له همدې کبله د دوست هيواد اندونيزيا حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې د پیښې قربانیانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلي شفا غوښتنه شوې ده.
هېره دې نه وي، چې د اندونيزيا لويديځ جاوا ولايت پرون د يوې سختې زلزلې شاهد وو، ويل کيږي چې، دغې زلزلې د سيمې اوسيدونکو ته د پراخو مالي زیانونو تر څنګ درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا