اقتصاد

د هوايي دهليز له لارې هند ته د افغانستان د ميوو صادرات دوام لري

قندهار باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهليز له جوړيدو وروسته دکابل او نوي ډيلي ترمنځ راکړې ورکړې سمون موندلى دى .
افغانستان او هند له دې سره سره چې د پاکستان له خوا د خنډونو او ستونزو پيداکول بلل کيږي ونه کړاى شول چې د پاکستان د بندرونو له لارې له يوبل سره  ښې او د پاملرنې وړ  تجارتي اړيکې ولري.
له همدې امله دواړو لورو د تجارتي اړيکو د پراختيا لپاره د هوايي دهليز په  جوړولو اقدام وکړ.
د دغه دهليز په  جوړيدو سره اوس د افغانستان او هندمالونه په آسانه توګه خو  په زيات لګښت سره کابل او ډيلي ته ليږدول کيږي.
افغانستان د دغه هوايي دهليز له لارې هند ته د وچو او تازه ميوو په صادرولو  زيات اقدام کړى دى، هغه اقدام چې کرار کرار د بڼوالو  د کار د سمون او د هېواد د اقتصاد د ودې سبب شوى دى.
په وروستيو دوو مياشتوکې د افغانستان اووه انډي مالونه د هوايي دهليز له لارې هند ته صادر شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: وړمه ورځ د افغانستان څلويښت ټنه وچه او تازه ميوه د قندهار د هوايي ډګر له لارې هند ته وليږل شوه.
د قندهار په ګډون د هېواد د جنوب د ولايتونو بادام،  چارمغز، انګور، انار او انځر  هغه ميوې دي چې په دې پړاوکې د هند په  بازارونو کې د پلورنې لپاره نوي ډيلي ته وليږدول شول.
د قندهار په ولايت کې يوه سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د افغانستان _ هندوستان د هوايي دهليز په جوړيدو سره د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو راکړې ورکړې زياتوالى موندلى دى.
ده وويل: که څه د هوا له لارې د تجارتي مالونو ليږدونه زيات لګښت غواړي؛ خو دا کار د دې سبب شوى دى چې له يوې خوا بڼوال وهڅوي او له بلې خوا هم کرارکرار د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته