کابل باختر د کب اته ويشتمه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې په پوځي عملياتو کې ونيول شول .
دغه ډار اچوونکو تېره شپه دننګرهار ولايت دشينوارو ولسوالۍ دمارکو په بازار هغې سيمه کې چې دډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو ډګر و، ونيول شول .
دسيلاب قول اردو د رسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو عملياتو کې ددغو شپږ تنو ډار اچوونکو دنيولو ترڅنګ د طالبانو له شتون څخه په لسګونو کلي پاک شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه دجلال اباد _ تورخم د لويې لارې دپاکولو په مقصد ترسره شوي او دوام لري.
دغه وسله وال طالبان په دې لويه لاره کې د مسافرينو په تجارتي او پوځي کاروانو په بريدونولاس پورې کوي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل