ټولنه

د جمهور رئیس د ډاډګيرنې پیغام

کابل_باختر د کب د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د ننګرهار د خلکو استازی، ببرک شینواری د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد ببرک شینواري د یوه اجتماعي او سیاسي فعال په حیث په بېلابېلو وختونو کې د وزارت او وکالت مقامونو ته ورسېد او د هېواد په بحراني وختونوکې یې د ملت د ژغورنې لپاره هلې ځلې وکړې. د ده وفات د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.
د ببرک شینواري د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، په ملي شورا کې د هغه همکارانو او د ننګرهار خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته