ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دوږې  اوومه :
دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې  پرون دترافيکي پيښې له امله  يو تن ووژل شو او دولس تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت  دترافيکو  دمديريت دپيښو دڅيړنې آمر سمونوال عبدالرزاق  دباختراژانس خبريال ته وويل: دايبکو او پلخمري ترمنځ دلويې لارې په اوږدو کې دايبکو ښار پورې اړوند دسنګ شکن  په سيمه کې  يوه کرولا موټر چې له  پلخمري څخه ايبکو ته روان و له يوه سراچه ډوله موټر سره چې له مقابل لوري څخه روان و ټکر وکړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې يوه پنځه ديرش کلنه ميرمن ووژل  شوه او ديوې ښځې، دريو تنو ماشومانواو اتو نارينه و په ګډون دولس تنه ټپيان شول .
ويل کيږي چې دپيښې ټپيان دبغلان  ، جوزجان  او  دبلخ دولايتونو اوسيدونکي دي .
دسمنګانو دولايتي روغتون نوکريوال ډاکتر مقبل عزيزي وايي چې ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او ددرملنې لپاره دبلخ ولايت ته ليږدول شوي دي .
دپيښو دڅيړنې آمر زياته کړه چې دروان کال په پنځو مياشتو کې  دکابل _ مزارشريف  دلويې لارې په اوږدو کې دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې دترافيکي پيښو له امله ديارلس تنه وژل شوي او دوه اويا تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته