ټولنه

د جمعې دلمانځه په خطبو کې دجګړې دبندولو او دسولې په تامينولو باندې ټينګار وشو .

 

کابل باختر  دثورديارلسمه

دهيواد دمرکزاو ولايتونو دجوماتونو امامانو اوخطيبانو نن دجمعې دلمانځه  په خطبو کې داسلام دمبين دين له پلوه  دسولې او پخلاينې دارزښتونو په باره کې رڼا واچوله او دمسلمانانوترمنځ نفاق يې له ديني ارزښتونو او ادابو څخه لرې وباله اودهيواد دخاورې په دفاع کې يې دسرحدي ځواکونو سرښندنې او اتلوالى وستايلې .

 دهيوادله مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې ، دځينوجوماتونو او تکيه خانو ملا امامانواو خطيبانو دجمعې دلمانځه  په خطبو کې هر راز تاوتريخوالي او عملونه  چې په هيواد کې دخلکو دمرګ ژوبلې او ځورونې  سبب کيږي  مردود وبلل او څرګنده  يې کړه چې اسلام دسولې ، اخوت او ورولۍ دين دى . او په اسلامي ټولنه کې مسلمانانو ته دارامو او خوندي شرايطو په برابرلو باندې ټينګار کوي .

 دوى دغه راز د ډيورند کرښې ته څيرمه دپاکستاني پوځيانو ددروازې او پوستو په دړې وړې کولو کې دهيواد دسرحدي ځواکونو  وروستۍ اقدام وستايه اوله دولت څخه يې وغوښتل چې سرحدي ځواکونه لازيات وروزي اوسمبال يې کړي .

 په دغو خطبو کې دغه راز دوژنې ، تروراو زموږ په هيواد کې دويرې او ډار دفضا دبرابرولو پيښې دخلکو د دښمنانو کار وبلل شو او څرګنده شوه چې بايد ددغه شان ناروا عملونو عاملين، دديني حکمونو په پيروۍ له جګړې څخه لاس واخلي او سولې ته غاړه کيږدي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته