روغتیا

دهېواد لومړۍ ميرمنې دلوګر ولايت دشفيق الله لودين له روغتون سره مرسته وکړ

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٦ :
دهېواد لومړۍ ميرمنې رولا غني  په  لوګرولايت کې دشفيق الله لودين له  روغتون سره دطبي او غيرطبي وسايلو مرسته وکړه.
دلوګرولايت دعامې روغتيا رئيس دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دهېواد لومړۍ ميرمنې دلوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې دشفيق الله لودين له روغتون سره  دالتراسوند، بيړنيو عملياتو او له بسترو  ناروغانو سره دمرستې په موخه  يو شمير وسايلو او ماشين آلاتو او  دڅوکيو ، توشکو  اوله  معلولو کسانو سره  د امساګانو مرسته وکړه.
ويل کيږي  چې دغه مرستې  دهېواد دلومړۍ ميرمنې د سکرترې پلوشې له خوا   دکف موسسې په واک کې   چې  دطبي پرسونل د معاشونو او ددرملو په برخه کې  يوه همکاره موسسه ده ، ورکړاى شوې .
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رئيس ووويل  چې دشفيق الله لودين روغتون  دنايب امين الله  خان لوګري له روغتون وروسته په لوګر کې دويم ستر روغتون دى   چې  هره ورځ دمحمداغې له ولسوالۍ او آن ددغه ولايت له مرکز څخه  څه ناڅه سل تنه ناروغان دعلاج او درملنې لپاره  دغه روغتون ته مراجعه کوي.
ديادونې وړ ده  چې دغه روغتون له لسو کلونو را په دې خوا دمحمداغې  په ولسوالۍ کې دلوګر ولايت خلکو ته  دطبي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته