سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بهرنیو الوتنو بیا پیلېدل، په افغانستان کې د حالاتو ښه والی ښيي

 کابل، د تلې ۱۱ مه، باختر

افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پیلېدل په دغه هېواد کې د حالاتو د ښه والي نښه ده.

د باختر آژانس مبصر لیکي: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې په عربي متحده اماراتو پورې اړوند د فلای دوبی هوايي شرکت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا بریالیتوب سره د کابل نړیوال هوايي ډګر له کاره ولوېد او نور هېڅ الوتنه له دغه ډګرڅخه ترسره نشوه.

دغې ستونزې دوه دلیلونه درلودل لومړی دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو او له دغه هېواد څخه د تخلیې پروګرام په ترسره کولو سره د هوايي ډګر ټول تخنیکي امکانات صفر ته ورسول او د هغه تخنیکي تجهیزات یې ویجاړ کړل او بله دا چې یو شمېر هېوادونو د سیاسي او د الوتنې د مصونیت د نشتوالي په دلیل د افغانستان په لور د خپلو هوايي شرکتونو د فعالیتونو مخه ونیوله.

خو د افغانستان اسلامي امارت د خپل بریالیتوب په لومړیو ورځو کې د هېواد هوايي ډګرونو د بیا رغونې او فعالولو کار ترلاس لاندې ونیوه او د یو قطري شرکت تخنیکي مرستې سره د هېواد هوايي ډګرونه په تېره بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شو او اوس افغانستان ته د سفر علاقمندي زیاتېږي او هره ورځ له دغه هوايي ډګر څخه ۳۰ کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کېږي.

سره له دې چې بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې، خو کورنیو هوايي شرکتونو په محدودو امکاناتو سره بهر ته خپلو الوتنو ته دوام ورکړ او پرې یې نښودل چې د مسافرو په تګ را تګ کې ځند او تشه رامنځته شي.

اوس د ترانسپورت او هوايي چلند  وزارت مسوولین وايي، چې د فلای دوبی هوايي شرکت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې کابل ته خپلې الوتنې له سره پیلوي او د ترکش هوايي شرکت هم چمتو شوی، چې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي، د ایران دوه هوايي شرکتونه، د پاکستان د پي آی اې هوايي شرکت او یو قطري شرکت مخکې له دې کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

یو هندي هوايي شرکت هم ویلي، چې افغانستان ته د خپلو الوتنو پیلول څېړي.

افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پیلېدل د دې ترڅنګ چې افغانستان او له افغانستان څخه بهر ته د مسافرانو د لېږد را لېږد په لاره کې آسانتیاوې رامنځته کوي د هېواد د اقتصادي علت د ښه والي سبب هم کېږي.

پخوا افغانستان د تجارتي مالونو په لېږدونه په تېره بیا بهر ته د افغانستان د تازه میوو په لېږدونه کې په هوايي ترانسپورت تکیه درلوده، ځکه پاکستان د افغانستان د میوو په ترانزیت او صادرولو کې زیاتې ستونزې رامنځته کولې چې دغه ستونزه اوس هم دوام لري او د بهرنیو الوتنو بیا پیلول کولای شي د هوايي دهلیز په احیا کولو کې هم ګټور وي.

باید وویل شي چې افغانستان ته د بهرنیو الوتنو په زیاتېدو سره به زموږ یو زیات شمېر هېوادوال چې په بهر کې ژوند کوي د دې وخت ومومي چې هېواد ته او له هېواد څخه بهر ته خپل تګ راتګ بیا پیل کړي او دغه راز افغانستان ته د بهرنیو شرکتونو د الوتنو بیا پیلېدل دغه پیغام رسوي چې په افغانستان کې حالات مثبت او فعال تګلوری لري او په اسلامي امارت باور زیات شوی دی.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا