سیاستخبرونه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د اوبو او انرژۍ وزیر او مل پلاوي سره وکتل

کابل، د زمري٢٠مه، باختر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ايران د اوبو او انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان او مل پلاوي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي په ايران کې د افغان سوداګرو او مهاجرينو د ستونزو، د سرحدي کرښې د مسلو او د ترانزيټ د پراختيا په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ایراني پلاوي د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د اوبو د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د ایراني پلاوي مشر محرابیان وویل، چې په افغانستان کې د زیربناوو په برخه کې کافي فرصتونه شته او ایران چمتو دی چې د انرژۍ د تولید، کرنې، د اوبو د تامينولو او د کانونو د را اېستلو په برخو کې همکاري وکړي.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې افغانستان او ایران اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري، باید هڅه وشي تر څو سيمه ييز او نړيوال ناسالم رقابتونه د دوى د پرمختګ د مخنيوي سبب نه شي او د دغو ناستو پر دوام ټینګار وشو.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا