امنیت

دهېواد هوايي پوځ دپراختيا په حال کې دى .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت وياند وايي چې دافغانستان هوايي پوځ  دپراختيا په حال کى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې : سره له دې چې دهېواد  دهوايي پوځ بنسټ څوکاله مخکې ايښودل شوى دى خو نن دافغانستان دملي اردو هوايي ځواکونه دفوق العاده انکشاف ظرفيت لري او دهوايي قول اردو منسوبين دتروريزم  پرخلاف  جګړه کې  کارنده ونډه اخلي او دهېواد په ګوټ ګوټ  کې په مخالفينو بريدونه کوي .
  دملي دفاع وزارت دويانددڅرګندونو له مخې :په ١٣٩٣ کال کې دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته  ، نړيوالو دافغانستان دهوايي پوځ پياوړي کولو ته خاصه پاملرنه وکړه .
  دافغانستان  هوايي پوځ دتيرو دوو کلونو په نسبت  زيات شمير جنګي الوتکې  هيلکوپترونه او ترانسپورتي  الوتکې په  واک کې لري او دپيلوټانو او تخنيکرانو په  ګډون ټول هوايي منسوبئن افغانان دي .
په هوايي پوځ  کې دځوانانودجلب  اوجذب  او دهغوى دروزنې په  لاره کې ، دملي دفاع وزارت هوايي پوهنتون جوړ کړى دى چې کال په کال په لسګونه تنه  دبيلابيلو مسلکونو دزده کړې  په لاره کې  په دغه پوهنتون کې شامليږي .
په دې پوهنتون کې کابو درې سوه تنه ځوانان تر روزنې لاندې دي .
سربيره پردې دهېواد څه دپاسه دوه سوه تنه ځوانان دامريکا په متحده ايالاتو ، چک  ، عربي متحده اماراتو ،  هندوستان ، ايټاليا  او چين کې دثابتو وزرونو دالوتکو  ، هليکوپترونو او دترانسپورتي الوتکو دپيلوټۍ  په برخه کې  تر روزنې لاندې دي چې له دې جملې څخه کولاى شو دهغو سلو تنو ځوانانو   چې اوس په چک  جمهوريت کې په زده کړې بوخت دي يادونه وکړي .
دهېواد هوايي پوځ دهلمند ولايت په وروستيو جګړو کې ارزښتناک رول درلود او دغو ځواکونو وکولى شول دوسله والو مخالفينو په ځپلو سربيره دځمکنيو  قواوو په اکمالاتو کې  برخليک ټاکوونکى رول ولوبوي .
دافغانستان  داسلامي جمهوريت دولت تل له نړيوالې  ټولنې څخه غوښتى دى چې دافغانستان دهوايي پوځ  په انکشاف کې  زياته همکاري وکړي  چې دافغانستان  ملي اردو وکولاى شي په مستقل ډول دتروريستانو پرخلاف هوايي بريدونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته