کابل باختر د سلواغې اوومه :
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو د ځمکنيو او هوايي بريدونو ډګر و .
دغه بريدونه په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
لومړى بريد تېره شپه په روداتو ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځي ترسره شوى دى.
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې اتلس تنه داعشيان ووژل شول او د هغوى څو پټنځي او د جنګي وسايلو ډيپوګانو هم له منځه وړلې شوې دي.
د يوبل خبر له مخې: پنځلس تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ په ځينو سيموکې کله چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ بريد وشو .
د ننګرهار د والي وياند وايي چې په دې هوايي بريدکې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې يوولس تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .
دغه داعشيان کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و، پرې هوايي بريد وشو .
له بله پلوه ويل کيږي چې پوځيانوپه ننګرهار ولايت کې دجلا جلا عملياتوپه بهيرکې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د څلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې د خوږيانيو او د دربابا په ولسواليوکې ساتل کيدې چې تېره شپه کشف او ترلاسه شوې .
د ننګرهار ولايت يو پوځي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل