امنیت

اته پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ٥٨ تنو تروريستو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره  ليکلي دي: د ملي اردو ځواکونو د هلمند ولايت په کجکي او موسى قلعه، د کندز ښار، د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ، د لغمان ولايت په مرکز، د غزني ولايت په مرکز، د زابل ولايت د سيورې، د قندهار ولايت د نيش او ارغنداب ، دننګرهار ولايت د اچين، د فارياب ولايت د پشتون کوټ د ولسواليو په مربوطاتو او د بغلان ولايت په مرکزکې جلا جلا عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥٨ تنه تروريست طالبان ووژل شول، ٣٨ تنه يې ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات او نور پوځي تجهيزات ترلاسه شول.

د يوبل خبرله مخې : 

د ملي اردو ٥ تنه سرتيري د امنيتي دندو په بهيرکې د دښمن د درندو وسلو د ډزو  او د ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته