سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت: د سیمې هېوادونه دې خپله خاوره او فضا د افغانستان خلاف د چا په واک کې نه ورکوي

کابل، د لړم ۲۶مه، باختر

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان په اړه د مشورتي ناستې په تړاو غبرګون وښود.

دغه وزرات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د سیمه ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلۍ کوي او د مسکو په ناسته کې پر سوله ییز، متحد، خپلواک، ناپېلي او له اقتصادي پلوه په پرمختللي افغانستان ټینګار د ستاینې وړ دریځ بولي.

خبرپاڼه کې د ناستې له ټولو ګډونوالو څخه مننه شوې، چې په دغه ناسته کې يې د بیا رغونې په برخه کې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره د هڅو د لا ګړندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او سیمې امنیت یو له بل سره تړلي یاد کړي او هغه ژمنه يې بیا تکرار کړې، چې هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د سیمې د ثبات پر خلاف ګام پورته کړي.

سرچینه زیاتوي، چې اسلامي امارت پر همدې موخه د فتنه ګرو او نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق پر خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره ویلي، چې د یوه خپلواک نظام په توګه به کوم هېواد ته اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې پوځې تاسیسات جوړکړي.

سرچینې د سیمې او ګاونډ له هېوادونو څخه هم غوښتنه کړې، چې خپله خاوره او فضا د افغانستان پر خلاف د نورو هېوادنو په واک کې ورنه کړي.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په دغه ډول ناستو کې د افغانستان د حکومت د استازو ګډون کولای شي دغه ناستې لا جامع او ګټورې کړي.

هېره دې نه وي، چې د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې یو ځل بیا له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو، اقتصادي پرمختګ او ډاډمن امنیت په ګډون په ټولو برخو کې لا پرمختګونه او سمون ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړې ده.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا