سیاست

جمهور رئیس غني په عادلانه ډول د فرخندې د قضیې د حل د غوښتوونکو له ډلې سره وکتل

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې١٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په عادلانه ډول د فرخندې د قضیې د حل د غوښتوونکو له ډلې سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې تېر ماښام په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې جمهور رئیس غني د شهیدې فرخندې قضیې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د هر وګړي پرخلاف د تاوتریخوالي مخه بايد ونيول شي.
جمهور رئیس غني وویل چې د قانون له مخې، دی د محکمو په پریکړو کې لاس وهنه نه شي کولای.
ده زیاته کړه چې د فرخندې د قضیې د څېړنې موضوع د استيناف په محکمه کې نه ده بشپړه شوې، له هغو سلو پاڼو څخه چې د موضوع په اړه یې لیکل اړین دي؛ تر دې مهاله د هغو اویا پاڼې لیکل شوي دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه: د دغې قضیې په بېلابېلو اړخونوکې د څارنوالۍ په کار کې موجودې نیمګړتیاوې څېړل کېږي او د فرخندې له کورنۍ سره مې چې پرون یې را سره وکتل؛ ژمنه کړې ده چې دا زمینه به برابره کړو چې عدالت تامین شي.
بیا، د جمهور رئیس حقوقي سلا کار عبدالعلي محمدي خبرې وکړې، ويې ویل چې د شهیدې فرخندې په قضیه کې د ابتدایه محکمې ځینې موجودې تشې د استیناف په محکمه کې رفع شوې. د بېلګې په توګه تورنو کسانو په ابتدایه محکمه کې مدافع وکیلان نه درلودل، خو په دې قضیه کې اساسي ستونزه د فرخندې د اصلي قاتل تشخیص دی، ځکه چې د قانون له مخې د هغه د وروستى ګوزار له امله چې فرخندې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، هماغه شخص اصلي قاتل دی.
محمدي وویل: کوم شواهد چې د دغې قضیې په اړه موجود دي؛ هغه یوازې د ټیلفوني کمرو له لارې اخیستل شوي تصویرونه او ویډیوګانې دي.
ده وویل چې د پیښې د حقوقي حالت پیچلتیا د محکمو کار له ستونزو سره مخامخ کړی دی، د قضیې کیفیت ابهام رامنځته کړی دی او د افغانستان د جزا  په قانون کې موجودې نیمګړتیاوې د دې غوښتنه کوي چې دغه قضیه د حنفي فقهې په رڼا کې وڅېړل شي.
په عادلانه ډول د فرخندې د قضیې د حل د غوښتوونکو ډلې څرګنده کړه چې د فرخندې د شهادت پېښې نه یوازې د افغانستان په دننه کې، بلکې د نړۍ په کچه یې د خلکو پاملرنه ځانته اړولې ده، خو داسې هڅې هم کېږي چې دغې قضیې ته سنتي او سیاسي اړخ ورکړ شي.
دغې ډلې ټینګار وکړ چې د فرخندې اصلي قاتل باید ونیول شي او په دې پېښه کې ښکیل کسان چې لا تر اوسه نه دي نیول شي، ډير ژر دې ونیول شي.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني په ښکاره ډول وویل چې اصلي بحث د عدالت تامین دی او د عدالت د تامین لپاره سراسري خبرو اترو ته اړتیا ده.
ده وویل چې د افغانستان اتباع باید له عدالت څخه محروم نه شي، په همدې دلیل موږ باید د فرخندې قضیې ته ملي اړخ ورکړو.
جمهور رئیس غني چمتو والی وښود چې د افغانستان د جزا په قانون کې د موجودو تشو د ډکولو لپاره به په دغه قانون کې د لازمو تعدیلونو په موخه په اقدام لاس پورې کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د شهیدې فرخندې له کورنۍ څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او له مدني ټولنې یې وغوښتل چې له خپلو ځانګړو وړاندیزونو سره ده ته راشي، ترڅو د پولیسو او څارنوالۍ په کارکې موجودې ستونزې حل شي او د هېواد د اتباعو د حقوقو د سلب روحیه له منځه لاړه شي.
ده وویل: د دوی په خبرو اتروکې باید اساسي قانون او اسلامي لارښوونې په لومړیتوب کې ځاى ولري.
همدا راز جمهور رئیس غني له مدني ټولنې وغوښتل چې د فرخندې د قضیې د څېړنې په کارکې حوصله ولري، ترڅو عدالت په صحرایي محکمې تبدیل نه شي او د طالبي عدالت او د اساسي قانون د حکم ترمنځ تفکیک رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته