سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست: داعش په افغانستان کې د مخامخ جګړې توان نلري، ځکه عام وګړي په نښه کوي

کابل، د تلې ۱۲ مه، باختر

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو له سرپرست وزیرمولوي اميرخان متقي سره وکتل.

متقي په دې کتنه کې وویل، چې داعش او نورې ورته ډلې په افغانستان کې سختي ځپل شوې او په وینا یې اوس د مخامخ جګړې توان نلري، نو ځکه ملکي وګړي او بې دفاع اولس په نښه کوي.

سرپرست وزیر یو ځل بیا له نړۍ سره په غوره تعامل ټینګار وکړ او ويې ویل، چې نړۍ باید شته فرصتونو او شرایطو ته په کتو سره حقایق درک او په رڼا کې یې له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکړي.

متقي همدارنګه زیاته کړه، چې اسلامي امارت ښې لاسته راوړنې لري، خو لوېدیځ ورته په مثبت نظر نه ګوري او باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د مثبت تعامل او پرمختګونو لپاره روښانه تګلاره شتون لري، چې باید ګټه تر واخیستل شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا