خبرونهسیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له سفير تاکاشي اوکادا سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې په یو شمېر مهمو سیاسي مسایلو سربېره پر بشري همکاریو او د سیمې او نړۍ په اوسنیو حالاتو خبرې اترې وشوې.

په یاده کتنه کې ټینګار وشو، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د مثبتو ګامونو په اخیستلو سره بهتره تعامل رامنځته شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا