ټولنه

د ډاکتر عزيز الله لودين او دجنرال امان الله خوږمن دفاتحې مراسم پرځاى شول .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتيژۍ  پرتطبيق باندې دڅارنې دعالي ادارې دپخواني رييس ډاکتر عزيز الله  لودين او دجهادي شخصيت ډګر جنرال امان الله خوږمن دفاتحې اخستلو مراسم نن دشيرشاه سوري  په جامع جومات کې پرځا ى شول .
دباختراژانس دخبر له مخې په دغو مراسمو کې داجراييه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان ،  ځينوسرپرستو وزيرانو ، دپخواني کابينې يوشمير غړو ، په ملي شورا کې دخلکو استازو ، ځينو جهادي شخصيتونو قومي مشرانو او دارواښاد خپلوانو او دوستانو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته