سیاست

اجرائيه رئيس:د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک رغول مو په لومړیتوب کې دى

کابل باختر د ثور اتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ننګرهار د خوګیاڼو، حصارک، پچیراو اګام او شېرزادو ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو، مخورو، دیني عالمانو او د پراختیايي شورا له مشرانو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې لومړی د خوږیاڼو قوم مشرانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
دغو مشرانو وویل، چې د خپل سر په بیه یې په خپلو ولسوالیو کې له داعش ترهګرې ډلې سره مبارزه کړې او اجازه یې نه ده ورکړې، چې دغه سیمې لاندې کړي. هغوی د ملي یووالي له حکومت څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ وویل، دوی په هر حال کې له دولت سره همکاري کوي او اړتیا ده چې دولت یې هم په سیمه کې پراختیايي پروژې پلې کړي.
د خوږیاڼو یادو قومي مشرانو همداراز وویل، چې د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک له امله سره له دې چې د دوی ځمکې او کورونه په کې تللي؛ خو بیا هم تر اوسه نه دی رغول شوی، چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغوی په دغو څلورو ولسوالیو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو، د کلینیکو د رغولو، د ښوونځيو د تجهیز او پياوړتیا غوښتنې هم وکړې.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د خوګیاڼیو له قومي مشرانو مننه وکړه، چې په هر ډول سختو شرایطو کې د نظام ترڅنګ درېدلي دي، له خپلو امنیتي ځواکونو سره یې مرسته کړې او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې یې ځانونه سپر کړي دي.
اجرائيه رئيس وویل: ستاسو د مېړانې له امله نن داعش په سیمه کې له پرمختګ غورځېدلی او ستاسو په ملاتړ افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې د افغانستان دښمنان سخت وځپي. ستاسو له ملاتړ نه مننه کوو.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې حکومت له هر ډول تبعیض پرته خپلو خلکو ته خدمت کوي او د خدمت پر مهال هېڅ ډول تړاو باید د دولتي مقاماتو په نظر کې نه وي. هغه ډاډ ورکړ، چې خوګياڼي په دولت حق لري او دا حق به یې دولت په پراختیايي پروژو او عامه خدماتو سره ترسره کړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک په اړه له مسوولو چارواکو سره غونډه وکړي او هر څه ژر به د دې سړک د رغېدو چارې پيل او ګړندۍ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته