خبرونهسیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له انجينر ګلبدین حکمتیار سره وکتل

 کابل، لېندۍ ۱۳مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پر ایمان جومات د برید او د دغه پېښې د شهیدانو د فاتحې او خواخوږۍ په موخه له جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.

متقي په دغه کتنه کې د شهیدانو روح ته د مغفرت او ټپي ته د بېړنۍ روغتیا د ترڅنګ دغه ناوړه پېښه په سختو ټکو وغندله او حکمتیار ته یې د حکومت لخوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په اړه د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې حکمتیار د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څخه د پوښتنې او خواخوږۍ له کبله مننه وکړه او دغه پېښه یې د هېواد د سرسخته دښمنانو کار وباله.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا