نړۍ

دهند سترې محکمې د ډله ييز جنسي تيرې دڅيړنې حکم صادر کړ.

نوى ډيلى وي او اي نيوز باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دهند سترې محکمې په يوې ځوانې ښځې د ډله يز جنسي تيري په باب چې د روانې اوونۍ   په   لومړي    وختو کې د  يوې سميه ييزې شورا په    لارښوونه    تر  سره شو، دتحقيقاتو دترسره کولو لارښوونه  صادره کړې ده .
دهند رسنيو خبر ورکړى دى چې ددغې پيښې په اړوند  د  يوې سميه ييزې   شورا
د رييس په ګډون  ديارلس تنه نيول  شوي دي.
دمسوولو مقاماتو دڅرګندونو له مخې  :    دلويديځ بنګال ايالت يوې سميه ييزې شورا ددغه ډله ييز تيري  لارښوونه په دې دليل صادره کړه  چې دغه ځوانه ښځه له بلې قبيلي څخه په يوه  سړي مينه شوې  وه .
سيمه ييزې شورا په پيل کې دغه ښځه او سړى هر يو د ٤٠٠ ډالرو معادل د ٢٥ زرو هندي کلدارو په ورکولو  محکوم   کړي وو چې دسړي کورنۍ دغه پيسې ورکړې خو دښځې کورنۍ وويل چې  ددغو پيسو د  ورکولو توان   نه لري.
شورا په دغې ښځې د  ډله ييز جنسي تيري  لارښوونه   صادره کړه.
دغه ځوانه ښځه دټپونو د سختوالي په دليل اوس په يوه سيمه ييز روغتون کې بستره  ده .
دهند د ټايمز ورځپاڼې په ليکنه   د دغې ځوانې ښځې چيغې او ځګيروي ټوله شپه اوريدل  کيدل   خو هيچا له هغې سره د مرستې جرات نه درلود .
هغه خبريالان چې په  دې ناحيه کې دې وايي چې ښحه له يوه قوم څخه او مسلمان سړى  دګاونډي  سيمې اوسيدونکي دى  هغه شورا چې دغه حکم يې  صادر کړى دى  له سيمه ييزو شيخانو څخه جوړه شوې  ده .
دغه شوراګانې د هند د دولت په نظرغير قانوني دي خو دخلکو ترمنځ اعتبار لري.
تيرکال په هند کې دښځو پرخلاف  جنسي تاوتريخوالي ځانته  جلب کړه .
په ډله ييز تيري پورې   اړوندو خبرونو چې په يوه کې يې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې يوه ځوانه ښځه قرباني شوه يوزيات شميرکسان د دغو اقداماتو پرخلاف داعتراض   په توګه واټونو ته راکښلي دي .
اعتراض   کوونکي   په    دې باب د   سختو  مجازاتو او   قوانينو د   عملي   کولو غوښتوونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته