ورزش

دپامير او دستاره آزادى دفوټبال دټيمونو ترمنځ لوبه کيږي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالى نن په يوې لوبې سره دوام کوي دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه لوبه دفوټبال دپامير او دستاره آزادى د ټيمونو ترمنځ کيږي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالى د ١٤ ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوى او په پرونۍ لوبه کې دحبيبيانا ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دشيوا ټيم ته ماتې ورکړه .
قيومي زياته کړه تراوسه پورې دحبيبيانا ټيم د ١٦ امتيازونو په لرلو سره دجدول په سرکې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته