ورزش

د سرخ پوشانو ټيم د هرات د اتلوالۍ د جام د سياليو ګټوونکى شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢
د دغو سياليو په وروستى پړاوکې چې پرون ترسره شوې؛ د جامي او د سرخ پوشانو د فوټبال ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د صفر په وړاندې په يوې سره د سرخ پوشانو د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د دغو سياليو د اتل په توګه وپيژندل شو.
دغه سيالۍ د شپږو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې وې.
ديوبل خبرله مخې:
د استقلال او د سولې د ټيمونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ له ګول پرته پاى ته ورسيدې.
په لومړۍ لوبه کې د استقلال او د سولې ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده او په بله لوبه کې د بيګ بير ټيم د صفر په وړاندې په څلورو سره د اردو ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د ميوند ټيم د ستاره آزادي له ټيم او د فيروزي ټيم د پنجشير د ځوانانو له ټيم سره سيالي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته