کابل /دسلواغې ١٥مه / باختر:
دتخار پوليسو درې تنه نن سهار دنشه يي توکو دقاچاقوپه تور ونيول .
دتخار امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه درې تنه له يوسلو اووه نوي ګرامه شيشه ډوله نشه يي توکو ، پنځه نيم کيلوګرامه چرسو او له سلو تابليت ( کا ) سره دتالقانو ښار له مربوطاتو څخه ونيول شول .
پېښه تر څيړنې لاندې ده .
ختم_ ج – اکرم